د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کوي تر څو داسي یو اکاډمیک چاپیریال رامنځ ته کړي چې په هغه کې خپلو شرکاوو ته په ملي او منطقوي کچه سیال او باکیفیته تدریس، تحقیق او خدمات وړاندي کړي.

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس پیغام

1 week ago

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده ونصلي على رسوله الكريم وعلى آله وأصحابه أجمعين.

ښاغلو هېوادوالو!

د یوه هېواد هر اړخیز پېشرفت او ترقي د هغه ملت د وګړو په اسلامي فکر او متخصصو او ژمنو افرادو په درلودو پورې اړه لري.

له یوه سخت حالت، ناروین او جګړو څخه وتنه او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د تحصیلي نهادونو فعالېدل د رب کریم لورېینه او فضل دی، د تحصیلي بنسټونو تر منځ د ښې همغږۍ شتون او په کم وخت کې په بېساري ډول اداري، تحصيلي او بشري ځواک انکشاف د اسلامي امارت او لوړو زده کړو وزارت د ښې رهبري ښکارندویه دی. پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې ټول اداري او علمي کارمندان په ګډه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د یاد تحصیلي بنسټ د هرې برخې د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره هلې ځلې کوي. یاده مؤسسه د ښه خدماتو وړاندې کولو پر موخه تر بل هر څه کیفیت لوړاوي، تحقیق او تدریس ته په بشپړ ډول ژمنه ده، د مؤسسې ۵ کلن ستراتژیک پلان تر کار لاندې دی د پلان له تکمیلېدو سره سم به یې د ټولو اصولو له راعیت کېدو او طی مراحلو له تېرېدو وروسته د لوړو زده کړو له محترم وزارت سره شریک شي همدارنګه د مؤسسې ماسټر پلان ترتیب او تائید شوی او د تطبیق لپاره یې رهبري خپلې هلې ځلې کوي.

په درنښت

مولوي شبیر احمد عباس
د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس