دپوهنتون په اړه

د افغانستان اسلامي امارت

لــوړو زده کــړو وزارت

پکتیکـــا پـوهـــنتون


 


تاریخچه:

پکتیکا پوهنتون په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په درلودلو سره  تأسیس شوی دی او اوس مهال د شپږو پوهنځیو ښوونې او روزنې، زراعت، اقتصاد، انجنیري، شرعیاتو او وترنري پوهنځيو لرونکی دی، چې ځوان، ژمن او مسلکي کاري ځواک ټولنې ته وړاندې کوي.


لیدلوری:

 

پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه به په نژدې راتلونکي کې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د پوه، متعهد او متخصصو افرادو په روزلو سره د هېواد په کچه مخکښ او با کیفیته پوهنتون وي.


ماموریت:

 

پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه د اکاډمیک چاپېریال په لرلو سره د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د ټولنې د اړتیا مطابق په ملي کچه سیال او با کیفیته تدریس، تحقیق او خدمات وړاندې کوي.


ارزښتونه:

Œ  حساب ورکــوونه؛

  د ملي یووالي ټینګښت؛

Ž  باکیفیته لـوړې زده کـړې؛

  اخـلاق، عدالت اوکرامـت؛

  ژمنتیا او د مسؤلیت احساس؛

‘  سالمه اداره، اغېزمنتوب اوګټورتوب؛

’  د همکارۍ او همغږۍ پیاوړې روحیه؛

”    ټولو اسـلامي او ملي ارزښـتونو ته ژمنتیا؛

“  د ټولو ملي قوانینو او مقرراتو په پام کې نیول.


موخې:

  1. له مؤسسې څخه پوهنتون ته ارتقا کول؛
  2. د عایداتي سرچینو او عوایدو زیاتوالی؛
  3. د HEMIS سیستم سل فیصده تطبیقول؛
  4. علمي څېړنو او مطالعاتو ته سل فیصده وده ورکول؛
  5. د الکترونیکي زده کړو او  پرمختللي نصاب تطبیق کول؛
  6. د کادري او اداري کارکوونکو ظرفیت او مهارتونه لوړول؛
  7. د علمي کادر غړو د دوکتورا کچه (۲۲) فیصده ته لوړول؛
  8. ښه حکومتولۍ، اداري اصلاحات او د فساد مخنیوی کول؛
  9. لوړو زده کړو ته عادلانه لاس رسی او د محصلانو د خدماتو وده؛
  10. له لوړو زده کړو وزارت څخه د کیفیت لوړاوي باور پاڼې ترلاسه کول؛
  11. د (۱۳) بېلابېلو ودانیو جوړول او زیربنائي جوړښتونو ته پراختیا ورکول؛
  12. د سيمې اړتیاوو ته په کتنې سره د (۳) پوهنځيو او (۸) څانګو ایجادول؛
  13. لږ تر لږه له (۱۰) ملي پوهنتونونو او (۲) نړیوالو پوهنتونونو سره دهمکارۍ تفاهمنامې لاسلیکول.

امکانات:

  • په الکترونیکي تجهیزاتو سمبال درسي ټولګي؛
  • د مسلکي پرمختیا او رواني مشاورې مرکزونه؛
  • د اوبو، برېښنا او انټرنیټ کافي امکانات؛
  • کمپیوترلیب او مجهز لابراتوارونه؛
  • د غونډو تالار او کتابتون؛
  • څېړنیز فارمونه ؛

دپوهنتون ټول پوهنځی

 

 

 

ښوونه او

روزنه

زراعت

انجنيري

اقتصاد

شرعیات

وترنري