د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کوي تر څو داسي یو اکاډمیک چاپیریال رامنځ ته کړي چې په هغه کې خپلو شرکاوو ته په ملي او منطقوي کچه سیال او باکیفیته تدریس، تحقیق او خدمات وړاندي کړي.

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس پیغام

3 years 4 months ago

پکتيکا لوړو زده کړو مؤسسه له بل هر څه کيفيت لوړاوي ته زيات ارزښت ورکوي. په همدې موخه يې مخکې له دې چې د کيفيت لوړاوي لومړۍ مرحلې يعنې نامزدي دورې ته ځان کانديد کړي د مؤسسې په کچه د کيفيت لوړاوي عامه پوهاوي ورکشاپونه ونيول شول اود کيفيت لوړاوي چارې په کې تر ديپارتمنت پورې وغځيدې د سږ کال له پيل څخه د پکتيکا لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتيژيک پلان کميټه د مؤسسې په پنځه کلن ستراتيژيک پلان باندې کار کوي، د مؤسسې له بيلابيلو قشرونو سره د پوښتنو ګروېژنو وروسته دا مناسب پلان غني کوي او هره برخه يې د لوړو زده کړو محترم وزارت د ترتيب شوي ستراتيژيک پلان سره پرتله او هغه ته په کتو ترتيبوي.

پوهندوی علي جان عادل
Assistant Professor Ali Jan Adil